د پکتیا ولایت والي محمد حلیم فدايي له دندې لرې او پر ځای یې جنرال ګل نبي احمدزی د دغه ولایت د والي په توګه ټاکل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي د جنرال احمدزي ګومارل د دې ادارې په وړاندیز او د ولسمشرۍ د منظوری پر اساس شوي دي.
باید و ویل شي، چې جنرال ګل نبي احمدزي تر دې وړاندې د سرحدي ځواکونو د عمومي او د کابل د ګارنیزیون د قوماندان په ګډون په مختلو پوستونو کې دندې ترسره کړې دي.
دا هم باید و ویل شي، چې محمد حلیم فدایي له کابو یوه کال راهیسې د پکتیا والي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل