سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د دوه ښځو په ګډون ۴ تنه وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د غبرګولي ۱۶ مه د مرکز ګردېز ښار اړوند په ابراهیم خېلو سیمه کې شوې ده.
د پکتیا امنیه قومانداني وايي، ماین طالبانو د سړک د غاړې خښ شوي و چې په چاودنه کې یې دوه مېرمنې او دوه نارینه وژل شوي دي.
امنیتي چارواکو د پېښې مسوولیت پر طالبانو اچولي خو طالبانو غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل