امریکا له افغانستان سره د بشري همکاریو لپاره د ۲۶۶ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه اعلان پرون جمعه د غبرګولي ۱۴ مه د امریکا له خوا شوی دی.
د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) وايي، دا مرسته د هغو افغانانو لپاره ده چې په اوس وخت کې له شدیدې غذايي ناامنۍ سره مخامخ دي.
سرچینه زیاتوي، په دې مرسته کې ۱۵۷ ملیون ډالره د دوی له لوري ورکول کېږي او په مجموع کې امریکا په ۲۰۲۰ مالي کال کې افغانستان ته تر ۵۴۳ ملیون ډالره زیاته بشري مرسته ورکوي.
د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې په وینا د مرستې دا اعلان له افغانستان او افغانانو سره د متحدو ایالتونو د تلپاتې مشارکت دوام دی.
دغه اداره زیاتوي، له دې سره له ۲۰۲۰ کال راهیسې افغانستان ته د امریکا د بشري مرستو اندازه ۳ ملیارده او ۹۰۰ ملیون ډالرو ته رسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل