پولیس تاییدوي، چې د لوېدیځې حوزې د دیني عالمانو او روحانیو شورا مرستیال مولوي محمد کبابیاني په یوه وسله وال برید کې و وژل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن پنشنبې د غبرګولي ۱۳ مه سهار وختي د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په کبابیان سیمه کې رامنځ ته شوې.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي، دیني عالم مولوي محمد کبابیاني له جومات څخه تر راوتو وروسته د ناپېژانده وسله والو کسانو تر برید لاندې راغلی دی.
نوموړي زیاته کړه، دغه دیني عالم د کور خوا ته روان و، چې وسله والو پرې برید کړی او ځای پر ځای یې وژلی دی.
د هغه په وینا مولوي محمد کبابیاني یو وتلی دیني عالم او د لوېدیځې حوزې د دیني عالمانو او روحانیو د شورا مرستیال وو.
تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی.
د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې کاپیسا کې هم یو دیني عالم وژل شوی و او دغه راز د اختر په ورځو کې د کابل د شکر درې ولسوالۍ کې هم یو مشهور دیني عالم په یوه چاودنه کې و وژل شو.
جمهورخبري آژانس:هرات