سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قوماندان د افغان ځواکونو د توغول شوي توغندي په چاودنه کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون یکشنبې د غوايي ۲۶ مه له غرمې وروسته په همدې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د لغمان والي رحمت الله یارمل وايي، افغان ځواکونو د طالبانو پر خوا د توپ مرمۍ ویشتله چې د تخنیکي ستونزو په وجه د امنیه قوماندان په خوا کې لګېدلې ده.
والي زیاتوي، چې د مرمۍ په چاودنه کې خپله امنیه قوماندان عبدالظاهر او یو ساتونکی یې وژل شوي دي.
ویل کېږي د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قوماندان په لومړي سر کې سخت ټپي و او وروسته یې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل