سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیار بصیر اڅکزی په یوه چاودنه کې ټپي شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د غوايي ۵مه) د ژېړۍ او میوند ولسوالیو تر منځ په میراخور سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
سرچینې وايي، افغان ځواکونو په دغه سیمه کې پوځي عملیات کول، چې د طالبانو سره په نښته کېوتي او پر همدې مهال د ژېړۍ پر امنیه قوماندان ماین چاودلی.
امنیتي او روغتیايي سرچینې تاییدوي، چې په چاودنه کې قوماندان اڅکزی ټپي شوی او دا مهال د جنوب په پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
په ورته وخت کې د کندهار یوه لوړ پوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې په دغه پېښه کې د صفر شپږ په نوم د پوليسو د یوې قطعې قومندان وارث هم وژل شوی دی.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس: کندهار