یوه امنیتي سرچینه تاییدوي، چې د مرکزي احصایې ادارې، اداري رییس محمد اسماعیل سهاک په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینه وايي، دغه پېښه نن چهارشنبې د وري ۱۸ مه د کابل د پغمان ولسوالۍ په کوشکک قلعه کې رامنځ ته شوې ده.
د سرچینې په وینا ناپېژانده وسله والو کسانو د مرکزي احصایې ادارې پر اداري رییس محمد اسماعیل سهاک هغه وسله وال برید کړی، چې نوموړی له کوره د دندې پر لور روان وو.
سرچینه وايي، په برید کې سهاک وژل شوی دی.
تر اوسه امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د دغه قتل مسوولیت چا اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل