ترکیه کې د امریکا سفارت وايي، ترکیې او امریکا د افغان سولې په اړه د جوړېدونکي کنفرانس پر اجنډا خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، خلیلزاد د روانې مارچ میاشتې په وروستیو ورځو کې په ترکیه کې د دغه هېواد له مهمو لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي او پر افغان سوله یې له دوی سره خبرې کړې دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنو کې تر ډېره د راتلونکي کنفرانس پر جوړېدلو او د افغان سولې کنفرانس پر اجنډا او ګډونوالو بحثونه شوي دي.
سرچینه زیاتوي، دوی هڅه کوي دغه کنفرانس په سمه توګه ترسره شي.
امریکایي سفارت د کنفرانس د اجنډا په اړه څه نه دي ویلي خو وايي تمه ده چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره جوړېدونکی کنفرانس په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو او سولې بهیر د چټکتیا لامل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل