د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د آسیا زړه –استانبول کنفرانس په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د تاوتریخوالي کمول او اوربند اړین دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د وري ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه کنفرانس غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پر دوام هم اندېښنه ښودلې ده.
سرچینه زیاتوي، د یاد کنفرانس کډونوالو افغان جګړه نامشروع او د نه منلو وړ وبلله او په ګډه اعلامیه کې یې ټینګار کړي، چې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره اوربند اړین دی.
یاد وزارت زیاته کړې، په دې کډه اعلامیه کې د طالبانو او نورو ترهګرو دلو له خوا پر ملکي وګړو، مدني فعالانو، خبریالانو، د بشري حقونو پر مدافعینو، د رسنیو پر کار کوونکو هدفي بریدونه غندل شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د کنفرانس ګډونوالو د نړیوال تروریزم پر ضد د افغان ځواکونو قرباني ستایلې ده.
د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس د مخدره موادو، کښت، قاچاق، تولید او غیر قانوني سوداګري د سیمې د اقتصادي، ټولنیز او امنیتي ثبات لپاره ګواښ بللی او د نړیوالو تړونونو له مخې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.
دغه راز دوی د سولې او ثبات ټینګېدو په هدف د افغان سولې بهیر کې د ملګرو ملتونو پر محوري رول باندې په ټینګار سره د یاد سازمان د فعال حضور هر کلی کړی دی.
د یادونې ده، چې د اسیازړه ـ استانبولې پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس د تاجکستان او افغانستان د ولسمشرانو او د ۱۳ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په حضور کې د تېرې دوشنبې په ورځ پرانیستل شو او پرون مازدیګر پای ته ورسېد.
جمهورخبري آژانس:کابل