پولیس چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې یو پولیس ټپي شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د وري ۴ مه د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند باغ دواود سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د کابل امنیه قومانداني تاییدوي، چې د باغ دواود سیمه کې د پولیسو په رنجر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې یوازې یو پولیس ټپی شوی دی او نوره مرګ ژوبله نه لري.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل