سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې زابل ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې د ګذر یو وکیل وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د کب ۲۵ مه سهار مهال د زابل مرکز کلات ښار د چوک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د زابل امنیه قوماندان حکمت الله کوچی وايي، چاودنه د سړک د غاړې د ماین له امله رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وینا دغه چاودنه د ګذر پر یوه وکیل محمد صابر توخي شوې، چې نوموړی په کې وژل شوی دی.
نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه هم د دغه چاودنې مسوولیت تر اوسه چا اخیستی.
جمهورخبري آژانس:زابل