کابل کې د چین سفیر وانګ یو وايي، هېواد یې هڅه کوي، چې د افغانستان د سولې په تړاو سیمه ییزه او نړیواله اجماع پیاوړې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وانګ یو دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره په لیده کې کړې دي.
چین ویلي، چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې او نورو سیمه ییزه مسایلو په اړه خبرې کړې او د چین سفیر د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
کابل کې د چین سفیر ویلي، دوی د افغان سولې په تړاو د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا لپاره کار کوي او دغه راز به د استانبول او مسکو په غونډو کې خپله همکاري نه سپموي.
سفیر وانګ یو ټینګار کړي، چې هېواد یې په افغانستان کې د دایمي سولې غوښتونکی دی او په دې تړاو به خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.
په ورته وخت د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم د نړیوالې اجماع د پیاوړي کولو لپاره د چین همکاري خورا مهمه ده.
دواړو لورو همدا راز د ګډو ګواښونو پر سر خبرې کړې دي او د هغو د له منځه وړلو پر لارو چارو یې بحث کړی دی.
د یادونې ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اغلو سره هم پر افغان سوله او ځینو نورو مسایلو خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل