د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر ده، د ولسمشر پر دوهم مرستیال سروردانش او د حزب وحدت ګوند د مشر محمد کریم خلیلي د ترور پلاونه شنډ شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن چهارشنبې د کب ۱۳ مه د شپږنیمو له غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، ملي امنیت ځواکونو د طالبانو د ډلې هغه دوه تنه غړي نیولي، چې غوښتل یې د ده د لارې په اوږدو کې ۱۶ ځایه پرلپسې ماینونه ځای پر ځای کړي.
نوموړي د ملي امنیت څخه مننه کړې، چې دغه ځایونه یې تثبیت او هغه کسان یې نیولي، چې غوښتل یې دی له منځه یوسي.
ښاغلي صالح ویلي، که څه هم پر ده د ۲۰۲۰ د سپټمبر شوي برید مسوولیت هم طالبانو وانخیست، خو کومه شبکه چې ملي امنیت نیولې، ښيي، چې دا همغه طالبان دي، چې د لشکرطیبه چې اوس جیش محمد نومېږي سره له نېږدې اړیکې لري او د هغوی به مرسته فعالیت کوي.
د ښاغلي صالح په وینا د دې شبکې مشر قاري سعید نومېږي، چې په کنړ ولایت کې دی، خو امنیتي ځواکونه یې تر اوسه په نیولو بریالي شوي دي.
د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، نیول شویو دوه کسانو اعتراف کړی، چې د ولسمشر د دوهم مرستیال سروردانش او د حزب وحدت ګوند د مشر محمد کریم خلیلي د تګ راتګ لارې تثبیتولو مسوولیت یې هم درلود.
صالح وايي، ملي امنیت به هرومرو د دې موضوع جزیات له ښاغلي دانش او ښاغلي خلیلي سره شریک کړي.
دی زیاتوي، تر اوسه چې طالبانو د ټولنې هر فرد له منځه وړی، پر ځای یې بل کس تر هغې په ښه انګېزه د هغه تشه ډکه کړې ده.
د ولسمشر لومړي مرستیال ټینګار کړي، چې طالبان او بهرني ملاتړي به یې په دغه ډول کړنو هغه غږونه چې حق په پلوي او د باطل او جهل پر ضد پورته شوي خپ نه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل