راپورونه وايي، د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوی حکومت دا ادعاوې څېړي، چې ګڼې روسیې طالبانو ته په افغانستان کې د هر امریکايي سرتېرو په وژلو سره جایزه او نغدې پيسې ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سپینې ماڼۍ ویاند جین ساکي ویلي، امریکا به د روسیې د غیر مسوولانا او له خصومته ډک چلند له امله د مسکو څخه حساب واخلي.
نوموړي زیاته کړې په همدې تړاو د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن د دې په اړه په ځانګړي ډول د روسیې له خوا طالبانو ته په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژلو په بدل کې د پیسو د ورکړې موضوع څېړلو امر کړی دی.
له دې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې رواپور ورکړی و، چې روسي استخبارات په افغانستان کې د امریکايي نظامیانو د وژنې په بدل کې طالبانو ته ډالي او پیسې ورکوي.
خو روسیې او طالبانو په کلکه دغه ادعاوې رد کړې وې.
جمهورخبري آژانس:کابل