پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د مقناطسي ماین چاودنې درې تنه ملکي وګړي ټپیان کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن یکشنبې د سلواغې ۵ مه سهار ۸ بجې د کابل ښار د ۸ مې ناحیې اړوند د شاه شهید سیمې په درېیم سړک کې رامنځ ته شوې ده.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، چاودنه د مقناطسي ماین له امله په یوه لنډکروز موټر رامنځ ته شوې ده.
نوموړی وايي، په دغه چاودنه کې درې تنه ملکي وګړي ټپیان کړي دي.
تر اوسه د دغه چاتودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل