د امریکا متحده ایالاتو د استازو جرګې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر کانګرېس ودانۍ د هغه د پلویانو او لاریون والو د یرغل هڅونې په تور استیضاح کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د استازو جرګې اکثریت غړو ویلي، ټرمپ د بلوا د تحریک او پر کانګرس ودانۍ لاریون وال مرګوني یرغل ته هڅولي دي.
د استازو جرګې د ټرمپ د استیضاح لپاره رای اچونه کړې، چې ۲۳۲ استازو مثبته رایه او ۱۹۷ استازو مخالفه رایه ورکړې ده.
د یادونې ده، چې په دغه رای اچونه کې ښاغلي ټرمپ لس ګوندي ملګرو یعني جمهوري غوښتونکو هم د هغه استضاح کولو ته رایه ورکړې ده.
ټرمپ په داسې حال کې د دوهم ځل لپاره استیضاح کېږي، چې د واکمنې یې یوازې د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي.
تر دې وروسته به سنا جرګه هم د ټرمپ د استیضاح په اړه رای اچونه وکړې او که چېرې سنا هم د استازو جرګې پرېړه تایید کړي، نو ټرمپ به د تل لپاره په انتخاباتو کې له ګډون کولو محروم شي.
جمهورخبري آژانس:کابل