د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تازه ټوېټ کې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا ماموریت د القاعده او د امریکا خاورې ته د ګواښونو ختمول دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو پرون شنبې د مرغومي ۱۳ مه چې د جنورۍ ۲ مه کېږي په خپل ټوېټر لیکلي د دغه ماموریت د ترسره کولو لپاره امریکا اړتیا نه لري، چې زرګونه سرتېري افغانستان کې وساتي.
نوموړي زیاته کړې«په افغانستان کې زموږ ماموریت د القاعده ډلې او د امریکا خاورې ته د ګواښونو ختمول دي، د دغه کار لپاره هلته (افغانستان کې) د زرګونو سرتېرو ضرورت نشته، موږ خپل ملګري لرو، زړور افغانان او د ناټو ځواکونه. موږ همدغه راز دا وړتیا لرو چې له لېري خپل ځواک وکارو.»
پميو دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پرېکړې له مخې د روان میلادي کار تر نمايي پورې به امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع هغه ده، چې امریکا له طالبانو سره په قطر کې د سولې په هوکړه کې کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل