امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې ماین چاودنې شوې، خو وايي، دغه چاودنه کې هېچا ته زیان نه دی اوښتی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، دغه چاودنه نن سه شنبې د مرغومي ۹ مه سهار ۸:۱۰ بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند آب رسانۍ سیمه کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې ماین د سړک د غاړې اېښودل شوی و، خو په چاودنه کې یې چا ته زیان نه دی رسېدلی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم کابل ښار کې د اردو په یوه رنجر او دغه راز د ملي احصایې د کارکوونکو په موټر ماین چاودنې وشې وې.
په دې وروستیو کې په کابل کې چاودنې او هدفي وژنې زیاتې شوې، چې خلک یې اندېښمن کړي دي.
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح هم تاییدوي، چې د نن ورځې لویه ستونزه مقناطسي ماینونه او هدفي وژنې دي، خو وايي د مخنیوي لپاره یې جدي کار روان دی.
جمهورخبري آژانس:کابل