سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې خوست ولایت کې د سړک د غاړې بمي چاودنه کې د دوه پوځیانو په ګډون ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون سه شنبې د مرغومي ۲ مه د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ د یعقوبیو په ښار ګوټي کې شوې ده.
د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال داود امین وايي، د چاودنې هدف د ملي اردو سرتېرو و، چې په کې یو د اردو سرتېری او څلور ملکیان وژل شوي، یو د اردو سرتېری او شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
په ورته وخت د سیمې اوسېدونکي وايي، په وژل شویو کسانو کې د ښوونځي دوه زده کوونکي هم شامل دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون په کندهار کې هم د سړک د غاړې چاودنې پنځه ملکي وګړي وژلي دي.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې ماین چاودنې او ځانمرګي بریدونه زیات شوي، چې تر ډېره پلازمېنه کابل کې کېږي.
د ولسمشر لومړی مرستیال د دغه کار مسوول طالبان بولي وایي، طالبانو د ماین چادونو لپاره پنځه سوه کسانو ته په وزیرستان کې د ماین جوړولو او چاودنو زده کړې ورکړې او لویو ښارونو ته یې د چاودنو لپاره رالېږلي دي.
طالبانو تر اوسه د ولسمشر د لومړي مرستیال د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:خوست