پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې یو تن وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د چاودنه نن سه شنبې د مرغومي ۲ مه د ۷ مې امنیتي حوزې اړوند دوغ آباد سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د کابل پولیس وایي، چاودنه په یوه کرولا ډوله موټر د مقناطسي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.
پولیسو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو عیني شاهدان وايي، چاودنه کې یو تن وژل شوی دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
د یادونې ده، چې کابل کې په دې وروستیو کې یو ځل بیا چاودنې زیاتې شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل