سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې بدخشان ولایت کې د سختې یخنۍ او توپان له امله ۴ تنه سرحدي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرتېري د اغرده کوتل په ساحه کې توپان او سړي هوا ګیر کړي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د بدخشان مطبوعاتي دفتر وايي،، دغه سرتېرو د تېرې جمعې په ورځ غوښتل له بهارک ولسوالۍ نه اشکاشم ته ولاړ شي، خو چې د اغرده کوتل په ساحه کې د توپان او سړې هوا له کبله یې ساه ورکړې ده.
سرچینې زیاته کړې، مړه شوي سرتېري خپلو کورونو ته په رخصتۍ تللي و او کله چې جرم او بهارک ولسوالۍ نه بېرته دندو ته تلل، په لاره کې يخ وهلي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي، څلور واړه سرتېري د سرحدي ځواکونو د څلورم کنډک اړوند و، چې زېباک ولسوالۍ کې یې دنده درلوده او پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۳ مه یې جسدونه موندل شوي دي.
د روحاني په خبره، د مړو شويو سرتېرو جسدونه تر واورو لاندې وو چې نن د شهدا ولسوالۍ ځواکونو او کلیوالو خلکو د اغرده کوتل په ساحه کې له واورو راويستي دي.
جمهورخبري آژانس:بدخشان