ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې افغان هوايي ځواک یوه MI-17 چورلکې په ننګرهار ولایت کې د تخنیکي ستونزو له امله سقوط کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د لړم ۲۰مه) د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
ملي دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هوایي ځواک یوه MI-17 چورلکه تېره شپه ۱۲ بجې د الوتنې پر مهال له تخنیکي ستونزې سره مخ او غورځېدلې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه پېښه کې د الوتنې یوه عمله او یو تن پولیس وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
تر دې وړاندې ځینې داسې راپورونه و، چې ګڼې په حصارت کې د پوځ دوه چورلکو سره ټکر کړی او لوېدلې دي، خو دفاع وزارت وایي، یوه څرخکه لوېدلې هغه هم د تخنیکي ستونزو له امله.
جمهورخبري آژانس:کابل