کابل کې د برېتانیان سفارت اعلان کړی، چې هېواد یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره ۷۰ میلیون پونډه مرسته کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سفارت نن سه شنبې د تلې ۲۹ مه ویلي، برېتانیا د دې مرستې ژمنه بروکسل کې ناټو سازمان خوا د راتلونکي کال لپاره د افغان ځواکونو د ملاتړ په غونډه کې کړې ده.
د برېتانیا سفارت وايي، د دې مرستې موخه د تلپاتې سولې او ثبات پر مسیر د افغانستان برابرول دي.
سرچینې زیته کړې، برېتانیا به به د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ سربېره له دغو ځواکونو سره خپلو تخنیکي او تخصصي مرستو ته هم دوام ورکړي.
بریتانیا دغه راز په هلمند او غور ولایتونو کې د طالبانو وروستي بریدونه هم غندلي او د جګړې له دواړو لوریو یې د اوربند غوښتنه کړې ده.
د یادونې ده، چې د افغان ځواکونو د ملاتړ او لګښتونو د ورکړې لپاره پرون دوشنبې د تلې ۲۸ مه بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو تر منځ غونډه وشوه.
د ناټو غړو هېوادونو په یاده غونده کې په یوه خوله پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۰ کال وروسته به هم په پوره قوت د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي.
دغه سازمان ویلي، دوی به تر ۲۰۲۴ میلادي کابل پورې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي لګښتونه پرې کړي.
د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ په دغه غونډه کې ویلي، له افغان امنیتي ځواکونو سره نړیوال مالي ملاتړ د افغانستان له امنیت سره د ناټو د ژمنې یوه کلیدي ستنه ده.
ښاغلی سټولټنبرګ وايي، د ۲۰۲۰ د اکتوبر له پنځمې څخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له صندوق سره تر ۳ ملیارده او ۲۰۰ ملیون ډالره ډېره مرسته اعلان شوې ده.
د ناټو غړیو هیوادونو ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۴ م کال پورې به د دې بسپنې له لارې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل