د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیا لپاره د امریکا د مرستندویه ادارې له لارې افغانستان سره د کرونا سره مبارزې لپاره ۳۶.۷ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راز د امریکا حکومت وايي، ۹۰ ملیونه ډالر یې د نړیوال بانک د لارې د افغانستان د روغتیا او پوهنې وزراتونو سره مرسته کړې ده.
په کابل کې د امریکا شازدافیر، راس ولسن وایي، دا مرستې له افغانستان سره په حساس وخت کې کېږي او دا ګډ مسؤلیت دی چې د کویډ۱۹ د خپریدو مخه ونیول شي.
دا د هغو مرستو برسیره د افغانستان سره کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پخوا اعلان کړې وې.
په تازه مرستو کې ۳.۱ ملیون د هغو افغان کډوالو او بیرته راستنیدونکو لپاره ځانګړې شویدي چې د بهرنیو هیوادونو نه افغانستان ته ستانه شویدي.
جمهورخبري آژانس:کابل