راپورنه وايي، د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون د مرکزي بانک سرپرست احمدي هم لویې څارنوالۍ ته معرفي کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون مشر زلمي زابلي ویلي، احمدي له یوې نیمې میاشتې راهیسې د قانون خلاف په مرکزي بانک کې به ادلون بدلون او د ځینو کسانو په لرې کولو لاس پورې کړی دی.
د یادونې ده، چې پرر اجمل احمدي تر دې مخکې هم نیوکې شوې دي او په ټولنیزو رسنیو کې ترې ګڼ شکایتونه موجود دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو او ولسي جرګې بیا پرون واشنګټن کې افغان سفیره رویا رحماني، د ولسمشر سلاکار او د مالیې پخوانی سرپرست وزیر او د هغه سکرتر، د ولسمشر سلاکار شاد محمد څرګند او د هغه زوم، په امریکا کې د افغانستان سفارت د دېوال په ۱.۸ میلیون ډالري پروژه کې د فساد له امله څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل