پوځي چارواکي وايي، په غزني ولایت کې طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او ۱۶ تنو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تندر قول اردو نن شنبې د چنګاښ ۲۸ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، طالبانو په مرکز او خوږیاڼو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
خبرپاڼه وايي، د طالبانو له بریدونو سره سم افغان ځواکونه هم لاس په کار شوي او د هوايي ځواک په ملتیا یې د طالبانو بریدونه په شاه تمبولي.
سرچینه زیاتوي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې د غزني په سفندې سیمه او خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:غزني