افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کاپيسا ولایت ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي غني او ورسره پلاوی نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۸ مه کاپیسا ولایت ته ولاړل.
سرچینه وايي، ښاغلي غني به د کاپيسا په مرکز محمود راقي کې له قومي مشرانو، ځایي چارواکو، ځوانانو او د بېلابېلو قشرونو له استازو سره ناستې ترسره کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر به د کاپیسا عمومي وضعیت ارزوي او د دغه ولایت د خلکو ستونزې به له نږدې اوري.
محمد اشرف غني تېره اونۍ لوګر ولایت ته هم په ورته سفر تللی و او له خلکو سره یې له لیده کاته وروسته ژمنې تازه کړې وې.
افغان ولسمشر داسې مهال ولایتونو ته د سفرونو لړۍ پيل کړې، چې ورسره د سولې خبرود تودېدو ترڅنګ په ټول هېواد کې جګړې هم زور اخیستی دی.
ښاغلي غنی څو ورځې وړاندې خپل پلرني ټاټوبي لوګر ولایت ته هم تللی و.
جمهورخبري آژانس:کابل