کرنې وزارت په هېواد کې د پستې حاصلاتو له ډېروالي خبر ورکړی دی وايي، سږ کال به د دغه بوټي حاصلات دوه برابره وي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، سږکال به په بادغیس ولایت کې د پستې حاصلات دوه برابره زیات وي.
خبرپاڼه کې د بادغیس ولایت د کرنې رییس تواب تایب له قوله راغلي، د دوی د ارزونو له مخې به سږکال د دغه ولایت د طبیعي ځنګل پستې حاصلات ۳۶ زره او ۴۵۶ ټنو ته ورسېږي.
هغه د پستې حاصلاتو ډېرېدو لامل د تېر کال ژمي او د سږني پسرلي ورښتونه بللي دي.
د یادونې ده چې تېرکال په بادغیس ولایت کې د دغو ونو حاصلات ۱۵ زره او ۴۰۰ ټنه وو.
جمهورخبري آژانس:کابل