د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند له له خپل نېږدې سیاسي ملګري عبدالله عبدالله لار جلا کړې وايي، دوی د ولسمشر غني سره د عبدالله د سیاسي هوکړې برخه نه دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ګوند نن دوشنبې د غوايي ۲۹ مه په یوه اعلامیه کې دغه هوکړې ته په غبرګون کې ویلي، چې د هوکړې په ترڅ کې د یو غیر متمرکز نظام د رامنځته کېدو غوښتنه دوی هم لرله.
خو په وینا يې اوسني توافق کې عبدالله د نظام تمرکز او ټاکنیزو پایلو ته مشروعیت ورکړ چې په دې کار سره یې د ګوند سره خطونه مات کړي دي.
جمعیت ګوند وايي اوسنی حکومت قانوني او مشروع نه دی، دوی کومه څوکۍ هم نه غواړي بلکې د صدارتي نظام د رامنځته کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د یادونې ده، چې د ولسمشر غني او عبدالله تر منخ سیاسي هوکړه پرون لاسلیک شوه، چې په کې عبدالله د ۵۰ سلنه کابینې په وندې د مصالحې د عالی شورا رییس هم وټاکل شو او دوستم په کې مارشال شو.
جمهورخبري آژانس:کابل