د طالبانو د پلاوي ۳ غړي د زندانیانو د خلاصون لپاره کابل ته راغلي

13 حمل 1399 ساعت 7:21

طالبان وايي، د دوی د زندانیانو د خلاصون پلاوي درې ته غړي کابل ته رسېدلي تر څو د افغان حکومت له خوا د خپلو زندانیانو د خوشي کولو پروسې باندې څار وکړي.


طالبان وايي، د دوی د زندانیانو د خلاصون پلاوي درې ته غړي کابل ته رسېدلي تر څو د افغان حکومت له خوا د خپلو زندانیانو د خوشي کولو پروسې باندې څار وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دغه درې کسیزه پلاوی پرون سه شنبې د وري ۱۲ مه کابل ته رسېدلی دی.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو د طالبانو د بندیانو خوشې کول د قطر پلازمېنه دوحه کې د دغې ډلې او امریکا ترمنځ د فبرورۍ میاشتې د ۲۹مې د هوکړې یوه برخه وه.

افغان حکومت تر اوسه کابل ته د طالبانو د پلاوي د رارسېدو په اړه تبصره نه‎ ده کړې.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل ویلي چې افغان حکومت او طالبانو د دغې ډلې د بندیانو په اړه د مخامخ خبرو لپاره کابل ته د دغه پلاوي پر راستولو هوکړه کړې ده.

د یادونې ده، چې د ۲۰۰۱ کال په نومبر کې د امریکا په مشرۍ د ګډو نړیوالو ځواکونو له لوري د طالبانو رژیم د نسکورولو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د طالبانو ډلې یو رسمي پلاوی کابل ته راځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126476

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126476/

جمهور
  https://www.jomhornews.com