د فلسطین ولسمشر محمود عباس وایي، هېواد یې نور له اسرائیلو او امریکا سره هېڅ ډول اړیکې نه پالي او ټولې اړیکې یې ورسره ختمې کړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عباس دغه څرګندونې د عرب هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ټرمپ طرحه ورته د منلو نه ده او له دې وروسته له امریکا او اسرائیلو سره هېڅ ډول اړیکې نه پالي.
د فلسطین ولسمشر د امریکا سره د امنیتي اړیکو پرېکولو خبره هم وکړه ځکه په وینا یې د ټرمپ پرېکړه اسلو د تړون ماتول دي او دوی ته د منلو وړ نه ده.
د یادونې ده، چې د عرب هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم دغه طرحه غندلې ده او هغه یې د فلسطیاینو پر حقوقو تېری بللی دی.
ټرمپ د پېړۍ د معاملې په نوم طرحه کې بیت المقدس د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژندلی دی، چې دغه طرحه یې سږ کال رسمآ اعلان کړه.
جمهورخبري آژانس:کابل