سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار کې دوه پرلپسې چاودنو د دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سه شنبې د مرغومي ۲۴ مه سهار څه باندې ۹ بجې د مزار شریف ښار د ۹ مې ناحیې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې دي.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي، لومړني معلومات ښيي، چې چاودنې د سړک د غاړې اېښودل شویو ماینونو له امله رامنځ ته شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او د یوه پولیس په ګډون ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
دی وایي، د پېښې جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:بلخ