د عمان پاچا سلطان قابوس چې د یوې سپنیې کودتا له لارې واک ته رسېدلی وو، د ۷۹ کلونو په عمر مړ شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سلطان قابوس په ۱۹۷۰ کې د یوې سپنیې کودتا له لارې له خپل پلار څخه واک ونیوه او پنځوس کاله یې پر دغه هېواد واکمني وکړه.
د نوموړي د مړینې له امله په عمان کې درې ورځنۍ ماتم اعلان شوی دی.
باید و ویل شي، چې له سلطان قابوس څخه کوم زوی نه دی پاتې او دا چې د عمان حکومت شاهی دی ښايي د هغه د ځای ناستي په برخه کې ستونزې رامنځ ته شي.
جمهورخبري آژانس:کابل