د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستاني پوځیانو د روزنې د پروګرام د بیا پیلولو امر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکا په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستاني پوځیانو د روزنې پروګرام له ترهګرۍ سره د پاکستان د همکاریو کولو له امله ځندولی و.
اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال آلیس ویلز په یوه ټوټېټ کې یلي، ټرمپ د دغه پروګرام د بیا پیل امر کړی دي.
خو وايي، د پاکستاني پوځیانو د روزنیز پروګرام بیا پیلېدل په دې معنا نه دي چې ګواکې امریکا پر پاکستان بندې کړې نظامي مرستې بیرته پیلوي، بلکې په هغې اړه بندیز به دوام وکړي.
د یادونې ده، چې امریکا له یوه کال راهیسې پر پاکستان خپلي نظامي مرستې درولې دي.
ټرمپ په وار وار ویلي، چې امریکا پاکستان ته په میلیاردونو ډالر له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ورکړې، خو دغه هېواد د ترهګرو پر ملاتړ لګولې دي.
امریکا وايي، پاکستان ته به د کابو دوه میلیارد ډالرو نظامي مرستې هغه مهال بېرته پیل کړي، چې دغه هېواد د ترهګرو پر ضد عملي اقدامات وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل