د شمالي کوریا ولسمشر کېم جون اونګ وايي، ډېر ژر به یوه ستراتېژیکه او بې جوړې وسله نړۍ ته ور وپېژني.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اون ویلي له دې وروسته یې هېواد اړ نه دی، چې د وسلو د کنټرول او پراختیا د مخنیوي قانون ته ژمن پاتې شي.
نوموړي زیاته کړې، چې نړیوالو ورسره په کړو ژمنه وفا ونه کړه، نو دوی هم د خپلو وسلو پراختیا ته ادامه ورکوي، او ډېر ژر به داسې ستراتېژیکه وسله وال نړیوالو ته وروپېژني، چې ساری ونه لري.
که څه هم د شمالي کوریا ولسمشر دا نه دي ویلي چې څه ډول وسله به نړیوالو ته وروپېژني خو تر دې وړاندې یاد هېواد تر ډېره بالستیکي توغندي جوړوي.
د یادونې ده، چې د کېم جون اونګ دغه تازه څرګندونو ته امریکا تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل