د جنوبي کوریا چارواکي وايي، د دغه هېواد په جنوب کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه اورلګېدنه نن سهار وختي د جنوبي کوریا د ګوانګجو ښار په جنوب کې په یوه هوټل کې رامنځ ته شوې.
چارواکي وايي، د اورلګېدنې له امله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
دوی وايي، سیمې ته په وخت د اور وژنې امله رسېدلې او په ۳۰ دقیقو کې یې لګېدلی اور کابو کړی دی.
ویل کېږي پولیسو یو ۳۹ کلن کس د اورلګېدنې په تړاو نیولی او ټپیان روغتون ته وړل شوي، چې د ځینو روغتیايي حالت ښه نه دی.
جمهورخبري آژانس:کابل