روسیې ادعا کړې، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق د دوی امنیت او وګړو ته جدي ګواښ پېښ کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي د مخدره توکو تولید او قاچاق په نړۍ کې د ترهګرۍ د ودې او تغذیې لپاره ډېره ګټه کړې ده.
په خبرپاڼه کې د دغه وزارت د مرستیال سرګیریابکوف له قوله ویل شوي، چې په افغانستان کې تولیدېدونکو نشه يي توکو د روسیې ملي امنیت ته سختې ستونزې راولاړې کړې او د سلګونه زره کسانو ژوند ته یې خطر جوړ کړی دی.
نوموړی ټینګار کوي چې د مخدره توکو د کاروبار له کبله په افغانستان کې ترهګري مخ په ودې روانه ده او لمن یې د منځنۍ اسیا پر لور پراخېدونکې ده.
روسیه دا ادعا پر داسې مهال کوي، چې افغان حکومت په وار وار له خپلو ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.
افغان حکومت وايي، دوی تر ډېره سږ کال د نشه يي توکو د کرکیلې او قاچاق مخینوی کړی، خو په وینا یې د نشه يي توکو سره مبارزه ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.
په ورته وخت کې سیاسي شنوونکي هم په افغانستان کې د نشه يي توکو د کرکیلې او قاچاق د زیاتېدو یو لامل په بهر کې د نشه يي توکو د تقضا زیاتوالی او دغه راز د ګاونډیو، سیمې او د نړۍ د هېوادونو نه صادقانه همکارۍ بولي.
د دوی په وینا که چېرته په بهر کې د افغانستان د نشه يي توکو تقضا راکمه کړای شي، خپله به په دغه هېواد کې د یادو توکو کرکیله او قاچاق کم شي.
سیاسي شنونکي مني، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کر کیله او تولید زیات دی، خو په وینا یې د دغه توګو میلیاردونه ګټه بهرنیو قاچاق وړونکو او جرمي شبکو ته رسېږي او کمه ګټه یې افغان ګرونده ګرو ته.
جمهورخبري آژانس:کابل