افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار رابرت اوبراین سره د انس حقاني په خوشي کولو او سولې خبرې اترې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشر غني او امریکايي چارواکو دغه خبرې په تلېفوني اړیکه شوې او دواړو لورو توافق کړی، چې د سولې د خبرو د پیل لپاره اوربند لومړی شرط دی.
د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وایي، دواړو لورو پر سولې او د طالب زندانیانو پر خوشي کولو خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې د تهدیدونو د موجودیت په صورت کې امریکا د افغانستان تر څنګ ولاړه ده.
مایک پمپیو د ولسمشر غني پرېکړه ستایلې ده او ویلي یې دي چې که طالبان د حسن نیت پر ځای پر تاوتریخوالي لاس پورې کوي نو امریکا د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړه ده.
خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو لورو ټینګار کړی چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته به ادامه ورکوي او اجازه نه ورکوي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز واوړي.
په ورته وخت کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین هم له ولسمشر غني سره تلیفوني خبرې کړې او د داعش ډلې په ځپلو کې یې د افغان ځواکونو هڅې ستایلې دي.
نوموړي ډاډ ورکړی چې امریکا د افغان حکومت تر څنګ ولاړه ده او اجازه به ور نه کړي چې ترهګرې ډلې په دغه هېواد کې د پښې ځای پیدا کړي.
ولسمشر غنی پر داسې مهال له امریکايي چارواکو سره د طالب زندانیانو او سولې په اړه خبرې کوي، چې ویل کېږي انس حقاني او ملګري یې پرون دوشنبې د لړم ۲۸ مه د بګرام له زندان څخه خوشي شوي او د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلي دي.
سرچینې وایي، انس حقاني او ملګري یې په دوحه کې په یوه کور کې ساتل کېږي تر څو دوه له طالبانو سره د امریکايي پوهنتون دوه برمته استادان راخوشي شي.
خو ځینې سرچینې وایي، د امریکايي پوهنتون استادان هم خوشي شوي، خو دا چې تبادله چېرته او څه ډول تر سره شوې په اړه یې جزیات نه دي ورکړی.
جمهورخبري آژانس:کابل