ملي دفاع وزارت وايي، د فاریاب ولایت قرمقل ولسوالۍ په مکمله توګه د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د لړم ۲۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې د قرمقل ولسوالۍ د تصفیه کولو خبر ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي د فاریاب له اندخوی او قرغان ولسوالیو وروسته د قرمقل ولسوالي هم په مکمل ډول د وسله والو له شتون څخه پاکه شوې ده.
سرچینه زیاتوي، د یادې ولسوالۍ په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې او یو شمېر پټنځایونه او د وسلو او مهماتو زېرمې یې له منځه وړل شوې دي.
دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونه به هېڅ وخت وسله والو ډلو او ترهګرو ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان د خلکو ژوند تریخ کړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل