د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، ترکي ځواکونو د داعش د وژل شوي بنسټ ګر او مشر ابوبکر البغدادي ښځه هم نیولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اردوغان چې پرون سه شنبې د لړم ۱۵ مه انقره کې خبرې کولې د بغدادي د ښځې د نیول کېدو خبر ورکړ.
نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل، چې ترکي ځواکونو په سوریه کې د داعش د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي یوه ښځه او د هغې د کورنۍ یوه بله غړې نیولي دي.
اردوغان زیاته کړه« له دې ځایه اول وار اعلان کوم چې موږ د بغدادي ښځه پیدا کړه، موږ د هغه خور او د هغې مېړه هم نیولي دي.»
تر دې څو ورځې وړاندې ترکیې خبر ورکړی وو چې د دوی د بغدادي مشره خور رسميه عواد او د هغې خاوند پیدا کړي او نیولي یې دي.
د ترکي چارواکو په وینا ۶۵ کلنه رسیمه عواد، د هغې خاوند او نږور یې له پنځو ماشومانو سره د سوریې په شمال ختیځ کې د ترکیې تر ولکې لاندې عزاز ښار کې ونیول شول.
معلومه نه ده، چې د بغدادي د ښځې د ځای په اړه معلومات عواد ورکړي که نه خو ترکي چارواکو ویلي وو، د عواد نیونه د استخباراتو مأمورینو ته داسې ده لکه د سرو زرو کان چې یې موندلی وي.
ویل کېږی، بغدادي څلور ښځې درلودې او داسې ښکاري، چې یوه ښځه په خټه عراقۍ وه، نور نومېده او د هغه د ملګري لور وه.
جمهورخبري آژانس:کابل