د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې غواړي د امریکا اوږدې جګړې نور پای ته ورسوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ په یوه تازه ټوېټ کې زیاته کړې، نور د دې وخت دی، چې د امریکا اوږدې جګړې ختمې شي.
که څه هم ټرمپ په مشخص ډول د امریکا د کومې اوږدې جګړې یادونه نه ده، کړې، خو په افغانستان کې جګړه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ده.
ټرمپ وړمه ورځ هم د یوې کمپایني غوندې پر مهال ویلي و، چې امریکا نور په بهر کې جګړې ته اړتیا لري او خپل ځواکونه هېواد ته ستانه کړي.
د امریکا ولسمشر څو ځله ورته خبرې کړې، خو د چارو ډېر شنونکي وايي، ټرمپ د افغانستان له جګړې یوازې کمپایني ګټه پورته کوي او غواړي، په راتلونکو ټاکنو کې ځان ته ملاتړي پیدا کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل