دوه امریکايي سناتورانو د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغانستان او کشمیر په اړه خبرې اترې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکايي سناتورانو او جنرال باجوه لیدنه او خبرې پرون دوشنبې د تلې ۱۵ مه د پاکستان په راولپندۍ په یوه پوځي مرکز کې شوې دي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د امریکا د سنا جرګې غړیو کریسټوفر فان هیلن او میګي حسن له جنرال باجوه سره د سیمې د امنیت، دوه اړخیزه اړیکو او یو لړ نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
خبرپاڼه وایي، امریکايي سناتورانو د سیمې د امنیت لپاره د پاکستان د هلوځلو ستاینه وکړه خو په دې اړه یې نور جزیات نه دی ورکړي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی هم اسلام آباد ته تللی و او د لومړي وزیر عمران خان، جنرال باجوه او بهرنیو چارو وزیر سره یې لیدلي وو.
د دغو لیدونو جزیات خپاره نه شول، خو د دریو هندي انجینرانو په بدل کې د ۱۱ طالبانو تر خوشي کېدو وروسته داسې راپورونه ورکړل شول، چې ګڼې دغه معلومات د خلیلزاد او پاکستاني چارواکو په لیدنه کې شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل