سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پکتیا ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا برمته شوی افغان خبریالان خوشي شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شپږ تنه سیمه ییز افغان خبریالان د تېرې جمعې په ورځ د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په سرکۍ سیمه کې د طالبانو له خوا له موټره ښکته او له ځان سره یې بوتلل.
د هغه په وینا شپږ تنه خبریالان چې له بېلا بېلو رسنیو سره یې کار کاوه، پکتیا ولایت ته د یوه سمینار لپاره تللي و، چې د بېرته راتګ پر مهال طالبانو د زرمت ولسوالۍ د بازر په یو کیلومترۍ په سرکۍ سیمه کې له موټره ښکته کړي او له ځان سره یې وړي دي.
اسدالله صیمیم د یاران رادیو رییس، وهاب د همدې رادیو خبریال، خیرالدین ذکي د کلید رادیو خبریال، الهام د میلمه رادیو خبریال، طارق ذکي د ملي رادیو تلوېزیون خبریال او رووف ذهین د پښتون غږ رادیو خبریال پکتیا ولایت ته د یوه سمینار لپاره تللي و، خو طالبانو برمته کړل.
د دغه خبریالانو تر نیول کېدو وروسته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دغه خبریالان په غلتۍ نیول شوي او ډېر ژر به بېرته خوشي شي.
نن یکشنبې د وږي ۱۷ مه د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد آرین ویلي، چې طالبانو دغه خبریالان خوشي کړي دي.
جمهورخبري آژانس:پکتیا