راپورونه وایي، سعودي عربستان یمن کې پر یوه زندان هوايي برید کړی، چې په کې ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید د یمن پر المقوصوف زندان شوی، چې ویل کېږي ۴۰ کسان په کې وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
راپورونه دا هم وايي، ښايي د برید مرګ ژوبله زیاته شي، ځکه د لسګونو کسانو برخلیک نه دی معلوم.
په ورته وخت کې د یمن د روغتیا وزارت ویاند ویلي، د ياد بريد د قربانيانو شمېر ۱۰۰ ته رسېدلى او د تر خاورو لاندې شوو کسانو د جسدونو را ايستلو کار دوام لري.
د یادونې دهو چې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو څلور کاله وړاندې د امريکا په مرستې پر يمن پراخ بريدونه پيل کړل.
د سعودي ائتلاف د دغه بریدونو له امله تر دې دمه زرګونه يمني وګړي وژل شوي او ډېر شمېر نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل