د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل قطري سیال او مرستیال لومړي وزیر محمد الثاني سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، لاوروف او الثاني په دغه تلېفوني اړیکه کې د افغان سولې پروسې په پرمختګونو، د سوریې د بحران په اړه نظریات سره تبادله کړي دي.
که څه هم په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو له دې وړاندې لاوروف ویلي و مسکو چمتو دی، چې د طالبانو ضمانت وکړي.
لاروف او الثاني پر داسې مهال په افغان سوله خبرې کوي، چې هلته د قطر پلازمېنه دوحه کې له تېرو ۹ ورځو راهیسې د امریکا او طالبانو تر منځ په سوله خبرې روانې دي.
راپورونه وايي، د دواړو اړخونو له لوري د سولې هوکړه نهايي شوې خو لا هم په ځینو جزیات شاربلو سره بوخت دي.
جمهورخبري آژانس:کابل