د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، له دې وروسته د هند سره د خبرو هېڅ اراده نه لري، ځکه د ده په وینا کومه ګټه نه کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان د کشمیر په اړه په تازه څرګندونو کې زیاته کړې، تر ټولو خواشینوونکې خبره دا ده، چې د ۸۰ لکه کسانو ژوند په خطر کې دی او له ده سره دا اندېښنه ده چې کشمیر کې توکمیزه وژنه پیلیږي.
د پاکستان لومړی وزیر ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو څارونکو ته دې د کشمیر سفر اجازه ورکړل شي، چې دغه اندېښنه لرې شي.
د یادونې ده، چې د هند او پاکستان تر منځ په دې وروستیو کې ترینګلتیا هله ډېره شوه، چې هند له هندي کشمیره کورواکي واخسته او پولې ته یې ګڼ شمېر سرتېري واستول.
پاکستان د دې په کار په بدل کې خپل سفر له ډیلي او د ډیلي سفیر له اسلام آباد وایستل او له هند سره یې اقتصادي اړیکې وځنډولې.
جمهورخبري آژانس:کابل