د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، ښايي یو ځل بیا د شمالي کوریا له ولسمشر کېم جونګ اون سره وګوري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ د شمالي کوریا ولسمشر ته یو لیک لېږلی و او اوس یې د هغه څخه هم ورته یو لیک تر لاسه کړی دي.
اون ته د ټرمپ په لیک کې لیکل شوي وو چې دواړه لوري به ډېر ژر بیا سره و ویني او د اړیکو پر ښه کولو به خبرې وکړي.
ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې کړې دي چې شمالي په دې وروستیو کې یې د ځينو توغندیو ازموینې هم ترسره کړې دي.
د یادونې ده، چې له دې سره جوخت کیم جونګ اون د جنوبي کوریا او امریکا له ګډو تمریناتو هم ناراضه دی.
جمهورخبري آژانس:کابل