ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان سبا واشنګټن ته ولاړ شي او د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان سبا یکشنبې د چنګاښ ۳۰ مه په درې ورځني سفر واشنګټن ته ځي، چې د سپینې ماڼۍ په خبره په دې لیدنه کې به د امریکا او پاکستان تر منځ د اړیکو پر لا ټینګښت خبرې وشي.
سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې لیدنه کې به د سیمې، سولې ثبات او اقتصادي ودې په تړاو بحث وشي.
ویل کېږي، د امریکا د ولسمشر او پاکستان د لومړي وزیر خبرې به د نورو مسایلو ترڅنګ تر ډېره پر افغان سوله راڅرخي.
جمهورخبري آژانس:کابل