۰

ولسمشر د دارالافتاء د تاسیس فرمان صادر کړ

سی شنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۹
افغان ولسمشر محمداشرف غني د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دارالافتاء د تاسیس فرمان صادر کړ.
ولسمشر د دارالافتاء د تاسیس فرمان صادر کړ
افغان ولسمشر محمداشرف غني د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دارالافتاء د تاسیس فرمان صادر کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشرۍ ماڼۍ نن سه شبنې د چنګاښ ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې د دغه دارالافتاء د تاسیس د فرمان خبر ورکړی دی.

سرچینه وایي، د ولسمشرۍ په فرمان کې راغلي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت دارالافتاء دې د شرعي فتواو د صادرولو د یواځینۍ مرجع په توګه تاسیس شي.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر د فرمان پر بنسټ ویل شوي، چې دغه بنسټ د تشکیل او بودجې له پلوه یو خپلواک بنسټ دی.

د ولسمشر په فرمان کې راغلي، د عدلیې وزارت مکلف دی چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دارالافتاء تقنیني سند له اړوند بنسټونو سره په همغږي ترتیب او پړاوونه یې بشپړ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي