د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امریکا کې د برېتانیا سفیر کیم دیریک یو احمق او بې عقل سړی بللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ له هغې وروسته د برېتانیا سفیر بې عقل بللی چې دغه سفیر په یوه مکتوب کې د ټرمپ اداره بې منطقه وبلله.
امریکا کې د برېتانیا سفیر په یوه دیپلوماتیک مکتوب کې چې فاش شوی ولي، چې د ټرمپ اداره بې منطقه، بې کیفیته او کمزورې ده.
دغه مکتوب د تېرې یکشنبې په ورځ په میل ورځپاڼه کې نشر شو او له هغې وروسته یې پر وړاندې د امریکا ولسمشر په غبرګون کې د برېتانیا سفیر یو بې عقل انسان وباله او له هغه سره یې اړیکې پرېکړې.
ټرمپ په یوه ټوېټ کې ویلي، د خوښۍ خبر دا دی، چې برېتانیا به ډېر ژر د نوي لومړي وزیر لرونکې شي.
هغه برېتانیا ته خپل تېر سفر خوندور بللی او ویلي يې دي، یوازې د برېتانیا د ملک له لیدنې اغېزمن شوی.
خو د ټرمپ دې څرګندونو ته د برېتانیا لومړي وزیرې تراز مۍ هم غبرګون ښودلی او د خپل سفیر ملاتړ یې کړی دی.
د تراز می ویاند ویلي دا د یوه سفیر دنده ده، چې صادقانه ازرونه وړاندې کړي، خو د ټرمپ د ادارې په اړه یې د خپل سفیر څرګندونې رد کړې دي.
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ هم له خپله سفیره ملاتړ کړی او ویلي یې دي موږ نه شو کولی یو سفیر د کوربه هېواد د غوښتونو پر بنسټ وټاکو.
جمهورخبري آژانس:کابل